غني: کابل ښاروالۍ دې ژر تر ژره د عامه ملکیتونو د غاصبانو نوملړ خپور کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني کابل ښاروالۍ ته امر کړی د عامه ملکیتونو د غاصبانو نوملړ ژرترژره خپور کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وايي ولسمشر غني پرون- پنجشنبې په ارګ کې د کابل ښار له یو شمېر استازو سره په کتنه کې وویل، هغه کسان چې د دې پرېکړې پر وړاندې خنډ جوړوي باید ممنوع الخروج اعلان او د قانون پنجو ته وسپارل شي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو اوسېدونکو ولسمشر غني ته خپلې ستونزې او وړاندیزونه واورول.

خبرپاڼه زیاتوي، د ځمکو غصب او د زده کوونکو نجونو ځورول هغه ستونزې وې چې کابل ښاریانو یې د جدي مخنیوي غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر د کابل امنیه قوماندان ته امر وکړ چې د پلازمېنې- کابل د نجونو د ښوونځیو په شاوخوا او نورو عامه ځایونو کې د نجونو زده کوونکو د ځورولو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.