د اذربایجانۍ خبریالې اسماعیلوا پر سفر د بندیز لیرې کولو غوښتنه شوې

خدیجه اسماعیلوا

د ژورنالېستانو د ملاتړ درېیو نړیوالو، غیر حکومتي ادارو د اذربایجان پر حکومت ټینګار کړی چې پر خبریالې خدیجې اسماعیلوا د سفر بندیز لیرې کړي او هغې ته اجازه ورکړي چې بریټانیې ته ولاړه شي.

خدیجه اسماعیلوا به په بریټانیا کې د یوه اذربایجاني خبریال په برخه کې شهادت ورکوي چې یوه مدافع وکیل د بدنامولو په یوه مسئله کې افترا کړی دی.

خدیجه اسماعیلوا د اذربایجان له پېژندل شویو خبریالانو ده چې تحقیقاتي راپورونه‌یې جوړول او د ازادې اروپا/ازادي راډیو لپاره‌یې هم کار کاوه.

هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اذربایجان حکومت په اووه نیم کاله بند محکومه کړه، خو یو کال وروسته په شرط خوشې شوه او تر اوسه د سفر بندیز ورباندې لګېدلی دی.

د اندیکس سنسورشپ ادارې، په بریټانیا کې د بې‌سرحده خبریالانو سازمان او د شفافیت نړیوالې ادارې ویلي چې حقوق‌پوهان هڅه کوي چې د اسماعیلوا لپاره لندن ته د سفر اجازه واخلي.