زابل کې ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي

ارشیف

د زابل چارواکي وايي، د ماین چاودنې د برېښنا شرکت ۵ کارکوونکي وژلي دي.

دغه چارواکي زیاتوي دا ماین د کندهار-زابل پر لویه لار د زابل د شهر صفا ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کندهار برېښنا شرکت د کارکوونکو پر مازدا موټر چاودېدلی دی.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي رادیو ته وویل چې دغه پېښه نن غرمه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د برېښنا شرکت د قراردادي کارکوونکو موټر د عمومي سړک څخه فرعي سړک ته اوښتی او پر خښ شوي ماین برابر شوی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.