ناپېژانده وسله‌والو فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي وژلی

ارشیف

په فاریاب کې د استېناف محکمې یو قاضي نن سهار په ډزو ووژل شو.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش ازادي راډیو ته وویل چې د استېناف د محکمې د جزا د دیوان قاضي غلام فاروق نن سهار د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته روان و چې ناپېژانده وسله‌والو پرې ډزې وکړې او هغه‌یې وواژه.

ښاغلي یورش وویل، وسله‌وال په تېښته بریالي شوي او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې قاضي د وژلو مسئولیت پر غاړه نه‌دی اخیستی.