افغانستان کې وروستیو ورښتونو ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

ارشیف

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات شمېر ۴۰ کسانو ته ورسېد.

طبیعي پېښو ته د رسېدو د چاور وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي چې ۶۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلی عظیمي زیاتوي: "تر ۳۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي، ۲۰ کورونه بېخي یو مخ نړېدلي. د سر او مال ډېر زیان په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، هرات او غزني کې اوښتی."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د هوا پېژندنې د ادارو له اټکل سره سم به سر له نننه د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ورښتونه کم شي او په یو شمېر جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې به اسمان وریځ وي.