۵۴ زره افغان ښځو ته د اقتصادي بسیاینې لپاره کرنیز خدمتونه وړاندې شوي

افغان مېرمنې د الوئه‌را په یوه فارم کې د کار کولو پر مهال

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې ۵۴ زره افغان ښځو ته د اقتصادي بسیاینې لپاره کرنیز خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل، د شنو خونو وېش، په بېلابېلو برخو کې د پروسس دستګاوو جوړول، کورنۍ باغچې، په بېلابېلو اندازو د چرګانو د فارمونو وېش او نورې هغه پروژې دي چې د ښځو اقتصادي وضعیت بدلوي او د د دغه وزارت له‌خوا دا کارونه ترسره شوي دي.

هغه زیاته کړه: "دغه ښځې چې د کرنې وزارت له پروژو برخه‌منې کېږي وبه کړای شي چې د خپلو کورنیو اړتیاوې برابرې کړي، عواید به‌یې زیات شي او په ټوله کې به د کرنې د پراختیا او په دغه وزارت کې د ښځو د ونډې زیاتېدو لامل وګرځي."

ښاغلی رستمي وایي، د روان کال په ترڅ کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ باغچې او له ۲۲ زرو زیات د چرګانو فارمونه په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو باندې وېشل شوي دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، ډېری دا ښځې اوس په اقتصادي برخه کې په ځان بسیا شوې دي.