تر پنځو کلونو چین ته ۶۲ زره ټڼه جلغوزي صادرېږي

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه چین ته د ۶۲ زره ټڼه جلغوزیو د صادراتو خبره کوي.

د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، د کورنیو او چینایي شرکتونو د هوکړې پر بنسټ او د چارو ادارې له تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ دغه اندازه جلغوزي به تر ۵ کلونو پورې چین ته صادر شي.

ښاغلی نوید وایي، دغه جلغوزي چې ټاکل شوې تر راتلونکو پنځو کلونو چین ته واستول شي د صادراتو له درکه ترلاسه کېدونکی رقم‌یې ۲.۲ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.

هغه زیاته کړه: "کله چې اقلام له هېواده بهر په مناسب قیمت پلورل کېږي هغه بازارونو ته‌یې چې سوداګر یې وروړي، د بڼوالو په کاروبار او ان د افغانستان مالي برخه باندې مثبت اغېز لري."

د ښاغلي نوید په خبره، اوس‌مهال د هېواد په بازارونو کې د یو کیلو جلغوزیو بیه دوه نیم تر درې زرو افغانیو ده، خو له هېواد بهر بیا یو کیلو جلغوزي شپږ زره افغانۍ پلورل کېږي.

ښاغلی نوید وایي، دا جلغوزي د هوایي دهلېزونو او حیرتانو بندر له لارې صادرېږي چې دا مهال هم دا بهیر روان دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې په خبره د هند، متحده عربي اماراتو او په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د جلغوزیو بازارونه ښه شوي.

د جلغوزيو حاصلات ډېر له خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او لغمان ولایتونو څخه تر لاسه کېږي چې په کلني ډول نږدې ۲۳ زره ټنو ته رسېږي.