د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په سیمه کې د تاوتریخوالي پر کمښت خبرې کړي.
حمدالله محب د رېسینه ۲۰۲۰ ډیالوګ لپاره د هند پلازمینې نوې ډهلي ته ورغلی او نن یې له ښاغلي ظریف سره هملته لیدلي.
محب او ظریف داسې وخت په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه خبرې کړي چې د ایران او امریکا کړکېچ د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته اوج ته رسیدلی او ایران له امریکا د غچ اخیستلو ګواښونه کړي.
د ملي امنیت شورا په ټوېټرپانه د دې لیدنې په اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف همداراز د افغانستان د سولې د هڅو په دوام هم بحث کړی دی.