د امریکا استازو جرګه نن سنا ته د ټرمپ د استیضاح مسئلې راجع کولو ته رأیه ورکوي

په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي او له واک څخه د يوه ولسمشر د ليرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه رايو ته اړتيا ده.

د امريکا متحده ايالتونو د استازو جرګه په پام کې لري چې نن پر دې موضوع رايه ورکړي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استيضاح فقرې مشرانو جرګې ته ولېږي که نه؟

له دې سره به وروسته د امريکا په تاريخ کې د درېيم وار لپاره د يوه ولسمشر د استيضاح پروسه پيل شي.

د استازو جرګه کې ډيموکراتان په کې اکثريت دي.

د دې جرګې مشرې نانسي پلوسي پرون له قدرت څخه د ناوړه استفادې او د کانګرس د چارو په وړاندې د خنډ جوړولو په تور له واک څخه د ولسمشر د ليرې کېدو لپاره نور اقدامات په ډاګه کړل.

مېرمن پلوسي په يوه اعلاميه کې وويل: "د امريکا وګړي حق لري په واقعيت پوه شي او اساسي قانون د محاکمې ايجاب کوي."

د امريکا استازو جرګه چې په يوازې سر د يوه ولسمشر د استيضاح صلاحيت لري، احتمالاً دغه قضيه د تصويب لپاره مشرانو جرګې ته لېږي.

په مشرانو جرګه کې جمهوريت غوښتونکي اکثريت دي او له واک څخه د يوه ولسمشر د ليرې کېدو لپاره د مشرانو جرګې دوه پر درېيمه برخه رايو ته اړتيا ده.