په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ راکمولو لپاره اروپايي ټولنې نوی پلان اعلان کړ

اروپايي ټولنې د لسو کلونو لپاره يو ټریليون يورو په ارزښت د بسپنې ټولولو پلان اعلان کړ.

دا ټولنه دا پيسې د خپل هغه هدف د ملاتړ لپاره راټولوي چې له مخې يې تر ٢٠٥٠ میلادي کال پورې په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ اندازه کمه شي.

د اروپا د پانګونې دغه پلان پرون پيل شو چې د اروپايي ټولنې له بودجې او د خصوصي سکټور له لوري تمويلېږي.

دا د "زرغونې موافقې" په نوم اروپايي کمېسيون د نوې رئيسې اورزلا ون دير لېن د هغه پلان يوه برخه ده چې تېره مياشت پيل شو.

مېرمن ون دير لين د اقليمي بدلون په وړاندې مبارزه د خپل ماموريت لومړيتوب بللى دى.

اروپايي کمېسيون چې د اروپايي ټولنې اجرائيوي څانګه ګڼل کېږي ويلي، د دې يو ټریليون يورو نيمايي برخه به د اروپايي ټولنې له بودجې ورکول کېږي.

په پام کې ده اروپايي پارلمان د زرغونې موافقې په نوم غيرلازم الاجراء پرېکړه ليک ته نن رايه ورکړي.

مېرمن ون دير لين غواړي چې تر مارچ مياشتې پورې د اقليم په اړه قانون تصويب شي.