د سولې ولسي حرکت د سولې او اوربند په ملاتړ خپلو غونډو ته دوام ورکوي

ارشیف

د سولې ولسي حرکت وايي په ارزګان ولايت کې د سولې او اوربند په ملاتړ خپلو ولسي غونډو ته دوام ورکوي.

د دغه حرکت غړي چې ارزګان ولايت ته ورغلي، د وروستيو درنو اورښتونو او سېلابونو له کبله راګير پاتې دي.

د حرکت وياند بسم اله وطندوست تېر ماښام ازادۍ راډيو ته وويل:

"د سولې ولسي حرکت د ارزګان په بېلابېلو سيمو کې له قومي مشرانو، ديني عالمانو، ځوانانو او سپين ږيرو سره ناستې لري. د ناستو پر مهال له ولسونو غواړي چې نور چوپ پاتې نه شي، نور بايد خپل غږ پورته کړي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو فشار راولي چې روانه افغان وژنه پاى ته ورسېږي."

ښاغلى وطندوست وايي، د ارزګان-کندهار د لارې له خلاصېدو سره د سولې ولسي حرکت بېرته کندهار ته ځي او هلته د سولې په ملاتړ لاريون کوي.

دغه حرکت په پام کې لري، وروسته سپين بولدک ولسوالۍ ته هم لاړ شي.

د سولې ولسي حرکت تېره مياشت د افغانستان ټولو ولايتونو ته خپل سفر پيل کړ چې تر اوسه يې فراه، نيمروز، هرات او کندهار ته سفرونه کړي دي.