د کاناډا صدراعظم، جسټن ترودو ویلي چې که په سیمه کې هغه کړکېچ چې اوسمهال موجود دی نه وای، هغه کاناډایان به چې د جنورۍ په ۸مه، په ایران کې د الوتکې د سقوط له امله ووژل شوول، ژوندي وائ.
ترودو له ګلوبل نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې دا بیان ورکړی دی.
د ایران پوځ د جنورۍ په ۱۱مه ومنله چې سهواً يې د اوکرایین د نړیوالې هوايي کرښې یوه الوتکه وویشته چې ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول. په هغوي کې ۵۷ تنه د کاناډا وګړي ول.
جسټن ټروډو په پرونۍ مرکه کې ویلي چې دامریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره یې خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې کړکېچ باید کم شي.