پاکستان کې واورو او بارانونو لږ تر لږه ۴۲ کسان وژلي

واورو او بارانونو د پاکستان بلوچستان صوبه او ازاد کشمیر سیمه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

په پاکستان کې له طبیعي افتونو سره د مباررزې چارواکي وايي، په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله پسې واورو او بارانونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي.

پاکستاني رسنۍ ددغه ادارې د چارواکو په حواله وايي چې په ټول پاکستان کې وروستیو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۴۲ کسان وژلي او په ګڼو سیمو کې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی.

واورو او بارانونو د پاکستان بلوچستان صوبه او ازاد کشمیر سیمه تر ټولو زیاته ځپلې ده.

په بلوچستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکيو رسنیو ته ویلي، په دغه صوبه کې واورو، بارانونو او سختې تودې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي دي.

د چارواکیو په خبره، "د واورو له امله د بلوچستان د ډېری سیمو ځمکنۍ لارې تړل شوي چې په نتیجه کې یې په مستونګ، کیچ، قلعه سیف عبدالله، هارنايي او پشین کې بېړنی وضعیت اعلان شوی دی."

له بلې خوا بیا د پاکستان تر تر کنټرول لاندې کشمیر کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي، په دغه سیمه کې د واورې ښویېدو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي او ۱۰ نور یې تري تم کړي دي.

په بلوچستان، ازاد کشمیر او د پاکستان په شمالي سیمو کې چارواکیو له خلکو او سیلانیانو غوښتي چې دغو سیمو ته دې له سفر ډډه وکړي .

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکي وايي، په پاکستان کې به د سختو واورو او باران ورېدو دا لړۍ تر راتلونکۍ اوونۍ روانه وي.