د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا دویم کنفرانس نن په کابل کې جوړ شو.
دغه کنفرانس "افغانانو لپاره سبا موسسه" له خوا جوړ شوی و.
د دې موسسې عمومې مشرې نګینه یاري په دې کنفرانس کې وویل: "د دې موسسې له لارې افغان میرمنو ته واړه پورنه ورکول کېږي، دا چې کورنۍ څنګه کولای شي په دې برخه کې ونډه واخلي دغه شان د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پروګرامونه شامل دي، که څه هم ستونزې موجودې دي خو زمونږ دا پروګرامونه روان دي."
نوموړې وویل، که څه هم په تېرو کلونو کې د ښځو اقتصادي لاسته راوړنې د پام وړ وې، خو وایي چې په دې برخه کې باید لا زیات کار وشي.
اغلې یاري وویل، چې دا ډول کنفرانسونه د ښځو د اقتصادي فعالیتونو لپاره ګټور دي.
د نوموړې په خبره، افغانې میرمنې اوس مهال له مالدراۍ او کرنیزو چارو، غالۍ اوبدلو او نورو لاسي صنایعو نیولې بیا تر لویو ساختماني شرکتونو پورې فعالیت کوي.
میرمن یاري وايي، د دې پروګرام له لارې د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار شوی او ډېرو ښځو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.