چارواکي: اوکراین له پیله پوهیده چې الوتکه ایران ویشتلې

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا منشي اولیکسي دانیلوف.

د اوکراین یو امنیتي چارواکی وايي، هېواد یې له پیله پوهیده چې د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه ایران ویشتلې خو په دې اړه یې په علني ډول څه ونه ویل او د پېښې ځای ته د تلو غوښتنه وکړه.

د اوکراین اپوزیسیون پر ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي له دې کبله انتقاد وکړ چې ولې یې سمدستي اعلان ونکړ چې ښايي د ۱۱ اوکراینیانو په ګډون د ۱۷۶ مسافرو لرونکې دا الوتکه به د ایران پوځ په توغندي ویشتلې وي.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا منشي اولیکسي دانیلوف د ازادي راډیو او امریکا غږ اړوند روانو چارو ټلویزیون ته وویل کییف پوهېده چې د ایران پوځ د دې کار مسوول دی خو بیا یې هم په تهران کې خپل سفارت ته وویل چې په خپل بیان کې د تروریستي عمل احتمال رد کړي.

دانیلوف وايي، د دې پریکړې علت دا و چې کییف له ایران څخه غوښتل د دې هېواد څېړونکو ته اجازه ورکړي او وروسته له دې چې تهران موافقه وکړه نو دوی خپل مخکیني معلومات حذف کړل.

د اوکراین د هوايي شرکت بویینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو وروسته وغورځېده.

ایراني چارواکو ویلي پر الوتکه یې د دښمن ګومان کړی و، او سهواً یې ویشتلې ده.