د ایران له لوري د نسکورې شوې الوتکې په تړاو لندن کې بحث کېږي

تیره اونۍ تهران ته نژدي د ایران په پوځي توغندي نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، نن (سه شنبې) له خپلو افغان، بریټانوي، اوکرایني او سویډني سیالانو سره ګوري او په تهران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې په نسکورېدو ورسره بحث کوي.

فرانسوا فیلیپ شمپین د دوشنبې په ورځ وویل، دا پنځه لوړپوړي ډیپلوماټان په لندن کې سره وګوري.

تمه کیږي چې د افغانستان له اړخه به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان په دې غونډه کې برخه واخلي.

تیره اونۍ تهران ته نژدي د ایران په پوځي توغندي نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول چې ۷۶ یې ایرانیان، ۶۳ یې کاناډایان او ۱۳ یې افغانان وو.

همدارنګه ۱۱ اوکراینیان، ۳ بریټانویان او ۳ سویډنیان هم د پېښې په قربانیانو کې شامل وو.

تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو، د یو شمېر هېوادونو سره چې وګړي یې په ایران کې د نسکورې شوې الوتکې قربانیانو کې شامل دي، د یوې کاري ډلې په جوړولو هوکړي ته رسېدلي.

د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت یوه بوینګ الوتکه د چارشنبې په سهار وختي، په تهران کې د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر پورته کېدو وروسته د دې هېواد د سپاه پاسداران انقلاب پر توغندي وویشتل شوه.

ایراني چارواکو ویلي په الوتکه یې د دښمن هدف ګومان کړی او په تېروتنه یې ویشتې.

دا پېښه په ایران کې د پراخو اعتراضونو د راپورته کېدو سبب شوه .