د ناټو ملکي استازی: افغانستان کې د سولې ټینګښت ته شرایط برابر دي

ښاغلي کې زیاته کړې چې دی د سولې لپاره له طالبانو د قوي او معتبره ضمانتونو په تمه دی.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وايي، د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هڅې به د افغانانو پر ژوند ښه اثر وکړي.

هغه دا خبره پرون ازادي راډیو ته د خپل ټوېټر له لارې د سوال او ځواب په یوه لړۍ کې وکړه.

نېکولاس کې وروسته دا هم وویل چې د سولې د ټينګښت لپاره شرایط برابر دي او دی د ښو پایلو په تمه دی.

هغه وویل: "زه هیله مند یم. په ۲۰۲۰ کال کې څه چې بدل شوي هغه دا دي چې د سولې د پروسې د ملاتړ په اړه تېر کال قوي سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې ده. افغان پوځیان تر بل هر وخت ډېر قوي شوي او طالبان به هېڅکله د جنګ په میدان کې بریالي نه شي. د مذاکرو په هدف په خبرو کې هم تېر کال پرمختګ وشو چې زه هیله مند یم په ۲۰۲۰ کال کې یوه کارنده (واقعي) پایله وګورو."

ښاغلي کې زیاته کړې چې دی د سولې لپاره له طالبانو د قوي او معتبره ضمانتونو په تمه دی.

طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي او یواځې له امریکا سره غږیږي.