هرات، کندهار او هلمند کې واورو او بارانونو ۱۷ کسان وژلي

ارشیف

په هرات، کندهار او هلمند کې سیمه ییز چارواکي وايي، درنو واورو او بارانونو ۱۷ کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، په انجیل او ادرسکن کې د درنو واورو د ورېدو له کبله ۸ کسان وژل شوي دي.

فرهاد زیاته کړه: "په انجیل ولسوالۍ د واورو د ورېدو او د یو کور د نړېدو په پېښه کې د ېوې کورنۍ شپږ غړي مړه شوي دي او همداراز په ادرسکن ولسوالۍ کې د یو کور د نړېدو له کبله دوه کسان مړه شوي دي."

بل خوا د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امېرخېل آزادۍ راډیو ته ویل چې د هرات- تورغنډۍ- هرات- اسلام کلا او هرات- کندهار لویې لارې د درنو واورو د ورېدو له کبله بندې شوې دي.

ب پلو د کندهار چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بارانونو له کبله د یو شمېر کورونو د نړیدو له کبله ۶ کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه وايي چې په مړو کې درې ماشومان او درې ښځې دي.

د ولایت په خبرپاڼه کې له زیانمنو خلکو سره د مرستو یادونه هم شوې ده.

اخوا د هلمند ولايت په کجکي ولسوالۍ کې بارانونو او سيلابونو د يوې ميرمنې په ګډون ۳ کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د والي وياند عمرځواک ازادي راډیو ته وویل چې ځايي روغتيايي مسولين هڅه کوي له زيانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

همداراز د هلمند د ناوې ولسوالۍ د خرابې په نوم سيمه کې هم د يو کور د دوه خونو چتونه لويدلي دي چې د زيان په اړه يې لا معلومات نشته.

په هلمند کې له پرون ورځې راهیسي سخت باران او سیلۍ دوام لري چي هوا يې هم ډېره سړه کړې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په لویدیځو، مرکزي او ځینو جنوبي سیمو کې د سختو واورو او بارانونو او همداراز د لارو د بندېدو او د سېلونو د جاري کېدو اټکل کړی دی.