تهران کې د حکومت ضد لاریون دوام

په تهران او نورو ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې سپاه پاسداران ځواک ومنله چې د اوکراین یو مسافر وړونکې الوتکه یې سهواً وویشتلې.

راپورونه وايي چې د ایران په پلازمېنه تهران کې نن د دویمې ورځې لپاره خلکو مظاهره وکړه او د چارواکو پرضد یې شعارونه ورکړل.

په تهران او نورو ښارونو کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې سپاه پاسداران ځواک ومنله چې د اوکراین یو مسافر وړونکې الوتکه یې سهواً وویشتلې.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې حکومت په تهران کې د بلوا ضد پولیس ځای پرځای کړي دي.

د تهران په ولیعصر چوک کې د بلوا ضد ډلې ډلې پولیس وروسته له هغه ولیدل شول چې د پرونیو مظاهرو په دوام نن یکشنبې هم د مظاهرو غوښتنه شوې ده.

په تهران کې سلګونه کسان پرون وروسته له دې چې حکومت د توغندي په وسیله د اوکراینۍ الوتکه د ویشتلو سهواً ومنله واټونو ته راووتل او غوسه یې څرګنده کړه.

پر ټولنیزو شبکو د خپرو شویو راپورونو له مخې مظاهرې د تهران د یوه پوهنتون مخې ته، د پلازمېنې په نورو سیمو او همداراز په اصفهان، همدان، ساري، رشت، بابل او ځینو نورو ښارونو کې وشوې چې ګډونوالو یې د عدالت او د جګپوړو چارواکو د لېرې کېدو لپاره غږ اوچت کړ.