ایران د بریټانیا سفیر بندی کړی و

په تهران کې د بریټانیا سفیر راب مککایر 

په تهران کې د بریټانیا سفیر وايي، ایراني چارواکو د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو د پېښې د قربانیانو په یاد په یوه غونډه کې د ګډون پرمهال د لنډ وخت لپاره بندي کړی و.

مهر خبري آژانس راپور ورکړی چې راب مککایر Rob Macaire پرون د جنوري په ۱۱مه د تهران د امیرکبیر پوهنتون مخې ته په یوه غونډه کې ګډون کړی و خو چارواکو په پاروونکو او مشکوکو اقداماتو کې د ګډون په تور ونیوه.

په تهران کې د بریټانیا سفیر نن پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، ده په کومه مظاهره کې نه، بلکې د اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو یاد ته د درناوي په غونډه کې ګډون کړی و.

لندن دا اقدام د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بورېل پر دې کار انتقاد کړی او تهران یې د کړکېچ کمولو ته هڅولی دی.