د افغانستان او هند د کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې تمریناتي لوبه کوي

ارشیف

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډله به د نړیوال جام په درشل کې نن د هند د نولس کلنو له لوبډلې سره په تمریني مسابقه کې مخامخ شي.

دا مسابقه، چې د کرکټ د نړیوالې شورا په چوکاټ کې د جنوبي افریقا په پریتوریا کېږي، د افغانستان په وخت يه ۱۲نیمې بجې پیلېږي.

له بلې خوا د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ نړیوالو شل اوره سیالیو نېټه وروستۍ شوه.

ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د مارچ په ۶ مه، ۸ مه او ۱۰ مه د افغانستان په کوربه توب د هند په ګرېټ نویډا لوبغالي کې وشي.