کرنې وزارت: سږ کال د پنبې حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیات شوي

ارشیف

د کرنې وزارت وايي، د تېر کال په پرتله روان کال د پنبې (مالوچو) حاصلات نږدې ۲۱ سلنه زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، تېر کال د افغانستان د پنبې د تولید کچه ۵۷ زره او ۴۵۰ ټنه وه، په داسې حال کې چې روان کال ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنو ته رسېدلې ده.

نوموړی وايي، سږکال د هېواد د ۱۷ ولایتونو په ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې وه.

په داسې حال کې چې په خبره یې په ۱۳۹۷ کال کې د پنبې کروندې په ۳۹ زره او ۴۹۶ هکټاره ځمکه کې وې.

په هېواد کې د پنبې د کچې په زیاتوالي کې، د پر وخت ورښتونو او مناسبه اب او هوا ترڅنګ، د کرنې وزارت تخنیکي او ترویجي مرستې او سلا مشورې هم اغېزناکې تمام شوي.