پر زده کړو بوخت له امریکا د ۱۰ سعودي پوځیانو ویستل

دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې تېره میاشت د سعودي د هوايي ځواک یو افسر فلوریډا کې ۳ امریکايي ماڼوګان ووژل.

د سي این این د راپور له مخې، تر ۱۰ ډېر سعودي پوځیان به، چې د امریکا په پوځي اډو کې په زده کړو بوخت دي، له دې هیواده وایستل شي.

دا پرېکړه وروسته له دې شوې چې تېره میاشت د سعودي عربستان د هوايي ځواک یوه افسر د فلوریډا د سمندري ځواک په اډه کې ډزې وکړې او ۳ امریکايي ماڼوګان یې ووژل.

سي این این د نامعلومو سرچینو په قول ویلي چې د سعودي عربستان ایستل کېدونکي پوځيان د دسمبر د میاشتې د شپږمې نېټې په پېښه کې په لاس لرلو تورن نه دي خو د سرچینو پر اساس ویل کېږي چې ځینې یې له سختدریځو غورځنګونو سره اړیکې لري او ځینې نور یې د ماشومانو د پورن یا لوڅو فلمونو په لرلو تورن دي.

دا کسان د هغوی ۸۵۰ سعودي پوځي زده کوونکو په ډله کې شامل دي چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې حربي زده کړې کوي.