د اوکراین ولسمشر: تهران دې بشپړې څېړنې وکړي او زیانمنو ته دې تاوان ورکړي

د اوکراین ولسمشر د الوتکې د خدمې د کورنیو له غړو سره

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، کیف تمه لري چې په تهران کې د حکومتي ځواکونو له خوا په توغندي د راغورځول اوکراینۍ الوتکې په اړه ایران بشپړه څېړنه وکړي، پړه ومني او زیانمنو ته تاوان ورکړي.

ایران نن شنبه (جنورئ ۱۱مه) ومنله چې دغه مسافر وړونکې ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نسکوره کړې ده. پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ رامنځته شوه او د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ ووژل شوې.

د اوکراین د ولسمشر په رسمي ویب پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "موږ له ایران تمه لرو چې په دې اړه بشپړې او پرانیستې څیړنې، مسئولو کسانو سره د عدلي چلند، د وژل شویو د جسدونو د سپارلو، د تاوان ورکولو، او د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د رسمي بخښنې لپاره د خپل چمتوالي ډاډ راکړي."

که څه هم ځینو غربي کارپوهانو لا له وړاندې د دغې الوتکې د ویشتل کېدو خبره کړې وه، خو په تېرو ورځو کې ایراني چارواکو دا ادعا ردوله.

د ایران وسله والو ځواکونو نن په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اوکراین هوايي شرکت الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو راغورځولې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا الوتکه وروسته له هغې په تېروتنې "دښمن هدف" وګڼل شو چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواک حساس پوځي مرکز په لور ورتاوه شوه.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.

د ایران حکومت ویلي، ددې تراژیدۍ مسئول کسان به سمدستي عدالت ته راښکل شي.