ارزګان کې د سولې ولسي حرکت په ملاتړ لاریون

په ارزګان کې پرون )جنورۍ لسمه) خلکو د سولې د ولسي حرکت په ملاتړ لاریون وکړ.

د سولې د ولسي حرکت غړو پر لاریون کونکو غږ وکړ چې ویښ شي او نور خلک هم وهڅوي چې د جګړې پر ضد غږ اوچت کړي او د سولې لپاره اتحاد وکړي.

لاریون کونکو دافغانستان پر حکومت او طالبانو هم غږ وکړ چې روغه وکړي.

د سولې ولسي حرکت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له هلمنده پیل شوی و او له هغه راهیسي ولایت په ولایت د سولې لپاره لاریونونه او غونډې کوي.