شلو ولایتونو کې د رأیو بیاشمېرنه نن پیل نه شوه

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې په شلو ولایتونو کې د رأیو د بیاشمېرني د بهیر پيل، وځنډول شو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن شنبه د جنورۍ ۱۱مه پیل کېږي.

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رأیو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.

ښاغلي ابراهیمي وویل: "د ټاکنو خپلواک کمېسون په عمومي ډول متعهد دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو پروسې ته د پای ټکی کېږدي او د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیون سره د قوانینو او اصولو په چوکاټ کې همکاري وکړي."

د افغانستان د جمهوري ریاسټ ټاکنې د میزان په ۶مه نېټه ترسره شوې.