د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې پرون د جنورۍ په لسمه، په یوه جومات کې په چاودنه کې ۱۵ تنه ووژل شول.
په وژل شوو کسانو کې د کویټې پولیسو یو لوی مشر امان الله هم شامل دی.
چاودنه د کویټې د سټلایټ ټون دغوث اباد په جومات کې د ماښام د لمانځه په وخت کې وشوه.
د بلوچستان کورنیو چارو وزیر خبریالانوته وویل چې ۱۹ کسان زخمیان شوي دي او د یوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب بلل شوی دی.
د حملې مسئولیت د داعش وسله والې ډلې اخیستی او ادعا یې کړې چې حمله انتحاري وه.
د رپوټونو پر اساس، د غوث اباد د سیمې جومات د دارالعلوم شرعیه په مدرسې پورې تړلی و چې د افغانستان طالبان په کې فعالیت کوي.
د وسله والو طالبانو یوې سرچینې د خپل هویت پټ پاتې کېدو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې د دارالعلوم شرعیه مدرسې څښتن د افغانستان د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم و.