له ګرجستانه د جلا شوې سیمې ابخازیا د بیلتون پال مشر د استعفا غوښتنه

خجیمبا ویلي، دی به خپل کار او خپلو اجرااتو ته له قانون سره سم دوام ورکړي.

د ګرجستان د بیلتونپالې سیمې ابخازیا پارلمان د بیلتونپال مشر راول خجیمبا د استعفا غوښتنه کړې ده.

د ابخازیا پارلمان چې ځان د دې بېلتونپالې سیمې رسمي قانون جوړوونکی بولي، پرون وویل چې د دې اقدام هدف په ټولنه کې د هغې زیاتېدونکې بې ثباتۍ مخنیوی دی چې د دوی په وینا ښايي غیرمسوولانه عواقب ولري.

د روسیې انټرفکس خبري آژانس د خجیمبا له قوله خبر ورکوي چې نوموړی د رایو له اخیستو وروسته وویل، دی به خپل کار او خپلو اجرااتو ته له قانون سره سم دوام ورکړي.

پرون له دې مخکې یوشمېر معترضان هغې ودانۍ ته چې ولسمشر او حکومتي ادارې پکې دي، ننوتل او د بیلتونپال مشر د استعفا غوښتنه یې وکړ.

مسکو د ۲۰۰۸ کال په اګست میاشت کې له ګرجستان سره تر پنځه ورځنۍ جګړې وروسته د دې هېواد دوه بیلتونپالې سیمې ابخازیا او جنوبي اوسیتیا په رسمیت وپېژندلې.

اوس مهال روسي ځواکونه په دې دواړو سیمو کې دېره دي او د نړیوالې ټولنې لویه برخه دا دوه قلمروونه د اشغال شویو سیمو په توګه پېژني.