۲۰۱۹ کال کې ۵۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي

دغه سازمان وايي د کډوالو زیاته برخه چې شمېر یې ۴۸۵ زرو ته رسېږي په ایران کې د اقتصادي بحران له پراخېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان (ای او ام) په یوه نوي راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې له ایران او پاکستان څخه له نیم میلیون زیات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي د دې ډلې زیاته برخه چې شمېر یې ۴۸۵ زرو ته رسېږي په ایران کې د اقتصادي بحران له پراخېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي. راپور زیاتوي چې ډېری افغانان په ایران کې په توربازار کې کار کوي چې د اقتصادي بحران تر ټولو زیات اغیز هم پر همدې ډول کارونو دی.

د مهاجرت نړیوال سازمان زیاتوي چې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو د شمېر له نیمايي زیات جبري ایستل شوي او پاتې یې په خپله خوښه ستانه شوي. په ۲۰۱۸ کال کې له ایران څخه هېواد ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۷۷۳ زره و.

ای او ام په دې راپور کې همداراز وايي چې له ترکیې څخه له ۲۵۵۰۰ زیات افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي. راپور زیاتوي چې ډېری دا کډوال ترکیې په جبري ډول ایستلي دي.