شاهین قول اردو: تېره میاشت ۲۳۳ طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې د ملي اردو دېره قول اردو په تېره یوه میاشت کې د ۲۳۳ طالبانو د وژلو او د لسګونه نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

شاهین قول اردو وايي چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو د یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي او کومانډو ځواکونو په مرسته په بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان ولایتونو کې ۹ لوی او کوچني پوځي عملیات کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې ۳۸۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

"په تېره یوه میاشت کې د ۲۷ سرګروپانو په ګډون د دښمن ۲۳۳ وسله وال چې د تروریستو طالبانو څلور ولسوالان هم پکې دي، وژل شوي او د ۳۲ سرګروپانو په ګډون ۱۴۷ نور وسله وال پکې ټپیان شوي دي."

ښاغلی رضايي زیاتوي چې افغان ځواکونو د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ مشکوک وسله وال هم نیولي او همداراز ۳۷ تنه نور وسله وال دولت ته تسلیم شوي دي. ښاغلي رضايي په عملیاتو کې د ډېرو وسلو، مهماتو او موټرو د نیولو یادونه هم وکړه.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.