د خیبر پښتونخوا قومي مشرانو ته د پاکستاني داعشیانو د ښځو او ماشومانو سپارل نن پيل شول

پرون خیبرپښتونخوا او ننګرهار قومي مشران په ننګرهار کې راټول شول چې پر همدې مسالې خبرې وکړي او ورسره نن ددغو ښځو او ماشومانو د سپارلو بهیر پيل شو.

د افغانستان حکومت د هغو پاکستاني داعش جنګیالیو مېرمنې او اولادونه د خیبرپښتونخوا ایالت قومي ته سپاري چې په ننګرهار کې دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

څو میاشتې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په سفر کې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د ماتې اعلانولو پرمهال ژمنه کړې وه چې د داعش د پاکستاني اورپکو کورنۍ به د پاکستان حکومت ته نه بلکې قومي مشرانو ته وسپارل شي.

پرون د خیبرپښتونخوا او ننګرهار قومي مشران په ننګرهار کې راټول شول چې پر همدې مسالې خبرې وکړي او ورسره نن ددغو ښځو او ماشومانو د سپارلو بهیر پيل شو.

د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي، اوس به پنځوس مېرمنې او ۷۶ کوچنیان خپلو خپلوانو ته وسپارل شي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د داعش تسلیم شویو جنګیالیو سره به د افغانستان د قانون له مخې چلند کیږي.

ښاغلي خوګیاڼي دغه راز وویل، وړاندې د داعش داخلي غړو ۱۳۰ ښځې او ماشومان هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوي.