د اقلیم بدلون د بامیان لرغوني اثار له ګواښ سره مخامخ کړي

په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پېژندونکو د ټیم مشر فیلیپ مارکوس فرانسپرس خبري آژانس ته ویلی، د بامیان لرغوني اثار د اقلیم د بدلون له ګواښ سره مخامخ دي

د ښاغلي مارکوس په مشرۍ ټیم چې له څو لسیزو راهیسې یې په سیمه کې څیړنې او کار کړی ویلي چې په بامیانو کې د څو کلونو پرلپسې وچکالۍ، سختو بارانونو او په پسرلي کې د زښتو زیاتو واورو د ویلې کېدو وروسته د اقلیم بدلون، د بامیانو لرغوني اثارله ګواښ سره مخامخ کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې لرغوني اثار د بارانونو او بادونو له امله په چټکۍ سولیږي او د ویجاړېدو خطر یې ډېر دی.

د بامیانو د بودا سترې مجسمې طالبانو په ۲۰۰۱ کال، د خپلې واکمنۍ پر مهال په بمونو والوزولې او اوس د دې خطرشته چې پاتې شونې یې هم ونړیږي.