کاناډا وایي نیت لري چې د اوکراین د هوایي شرکت د الوتکې د راغورځېدو د پېښې په څېړلو کې اساسي رول ولوبوي.
د اوکراین د هوایي شرکت ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته په لاره وه چې له الوتو لږ وروسته په تهران کې راوغورځېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې.
په وژل شویو کې ۶۳ یې د کاناډا اتباع دي.
تر اوسه د دغې الوتکې د راغورځېدو علت نهدی څرګند. په تهران کې د اوکراین سفارت لومړی ویلي چې د الوتکې ماشین کار پرېښی و، خو دغه بیانیې له خپلې وېبپاڼې بېرته لیرې کړی دی.
د کاناډا صدراعظم جستن ترودو په اوتاوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د الوتکې ۱۳۸ سپرلۍ له تهرانه کیف او ورسته کاناډا ته تله.