نړیوال بانک تېر کال د متحده ایالاتو او چین ترمنځ سوداګریزې جګړې ته په پام چې د نړۍ پر اقتصادي ودې یې اغېز کړی، سږ ۲۰۲۰ کال د ورو اقتصادي ودې وړاندوینه کوي.
د نړۍ د اقتصادي لرلید په راپور کې چې د نړۍ ۱۸۹ پور وړونکو هېوادونو ته دې نړیوالې مالي مؤسسې پرون خپور کړی ویل شوي چې سږکال به د نړۍ اقتصادي وده ۲،۵ وي چې هغه یو څه د تېر کال په نسبت چې په سلو کې ۲،۴ وه، ښهوالی ښیي.
د تېر کال په جون کې د ۲۰۱۹ کال اقتصادي وده، په سلو کې ۲،۶ او د ۲۰۲۰ کال هم ۲،۷ سلنه اټکل شوې وه.
په واشنګټن کې مېشت نړیوال بانک ویلي چې ۲۰۱۹ کال په نړۍ کې د یوې لسیزې مخکې مالي بحران راهیسې د اقتصادي ودې له پلوه تر ټولو کمزوری کال و.
خو دا وړاندوینه هم کوي چې د سوداګرۍ او جیوپولیټیک کړکېچونو په اړه مبهم حالت کولای شي چې د سږکال نسبي اقتصادي وده بیا هم کمزورې کړي.