د امریکا استازو جرګه د ایران په تړاو د ټرمپ د واک محدودولو پرېکړه کوي

د استازو جرګه دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه‌دي قانع کړي.

د امریکا د کانګرس استازو جرګه به نن (جنورۍ ۹مه) پر هغه پرېکړه‌لیک رأیه واخلي چې د ایران پر ضد د پوځي اقدام په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ واک محدودوي.

دا جرګه چې ډموکراتان په‌کې اکثریت دي، دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې ډېرو غړو یې ویلي، د سپینې ماڼۍ وضاحت چې ولې یې ایرانی جګپوړی جنرال قاسم سلیماني وواژه، نه‌دي قانع کړي.

د استازو جرګې رئیسې نانسي پلوسي وویل، د جګړې د واک په اړه پر دغه پرېکړه‌لیک به نن رأیې واخیستل شي.

هغې وویل چې د کانګرس غړي له ایران سره په دښمنۍ کې د ښکېلتیا په اړه د ټرمپ د ادارې پرېکړې او هم دا چې دا اداره د وړاندې تګ لپاره یوه ستراتېژي نه‌لري، جدي اندېښنې لري.

دغه پرېکړه‌لیک چې په غالب ګومان به‌یې استازو جرګه تصویب کړي، له ټرمپ څخه غواړي چې په ایران کې دننه او پر ضد یې له پوځ څخه تر هغو کار نه‌شي اخیستلی چې کانګرس جګړه اعلان کړې نه‌وي یا یې د تهران پر ضد د ځواک کارولو اجازه ورکړې نه‌وي.