صربیا کې خلکو په ګاونډیو هېوادونو کې د صربیانو حقونو لپاره لاریون وکړ

په صربیا کې مظاهره

د صربیا په پلازمېنه کې په زرګونه کسانو په ګاونډیو هېوادونو کې د صربیانو د حقونو لپاره پرون لاریون وکړ.

په بلګراد کې په دې لاریون کې د ارتودوکس کلیسا د مشرانو ترڅنګ ښي اړخه ډلو، د فوټبال مینه‌والو او نورو برخه اخیستې وه.

مظاهره‌چیان وایي چې دوی په مونته‌نګرو، کوسوو، بوسنیا، کرویشیا او د بالکان په نورو سیمو کې د صربیانو د حقونو غوښتنه کوي.

تېره میاشت د مونته‌نګرو پارلمان یو نوی قانون تصویب کړ چې د دې پر ضد دا درېیم ځل دی چې په بلګراد کې مظاهرې کېږي.

د دې قانون له مخې چې له پرون راهیسې نافذ دی، مذهبي ډلې باید له ۱۹۱۸ کال راوروسته خپلې شته شتمنۍ ثابتې کړي.

صربیا او مونته‌نګرو تر ۲۰۰۶ کال پورې سره یوځای وو بیا مونته‌نګرو خپلواکي واخیسته.

مونته‌نګرو د ناټو نوی غړی هېواد دی او هیله لري چې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي.