د روسیې او ترکیې ولسمشرانو په لیبیا کې د اوربند غوښتنه وکړه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره پرون په استانبول کې وکتل.

تر دې لیدنې کتنې وروسته دواړو ولسمشرانو په ګډ بیان کې وویل، په‌کار ده چې په لیبیا کې د ثبات لپاره لازمې هڅې وشي.

د بیان له مخې باید په لیبیا کې د شنبې د شپې له ۱۲ بجو وروسته اوربند نافذ شي.

د اوربند وړانډیز په داسې وخت کې شوی دی چې یاغي ځواکونه چې جنرال خلیفه حفتر ته وفاداره دي هڅې کوي چې پلازمېنه طرابلس د ملي وفاق له حکومته ونیسي.

په لیبیا کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې پخوانی مشر معمر قذافي ووژل شو شخړې روانې دي.

په دې هېواد کې دوه ادارې دي، یو د ملګرو ملتونو ملاتړی حکومت په پلازمېنه طرابلس کې او بل د حفتر حکومت د طبرق په ښار کې.

ترکیه او قطر د مرکزي حکومت ملاتړ کوي.

متحده عربي امارات او یو شمېر نور هېوادونه د یو شمېر روسي شخصي قراردادي وسله‌والو په ګډون د حفتر د حکومت پلوي کوي.