د ایران او امریکا کړکېچ؛ افغانستان څومره متاثره کېدای شي؟

ایران په عراق کې امریکايي اډې په توغندیو ویشتلې دي.

ايران په عراق کې د امريکا دوه پوځي اډې په توغندیو ويشتلې دي، له دې سره په سيمه کې د کړکېچ د لا زياتېدو خطر شته.

د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت، دغه‌راز د واشنګټن او تهران پر تازه بحران ټیلیفوني خبرې وکړې.

جمهوري رياست وايي په دې مکالمه کې محمد اشرف غني د امريکا دفاع وزير مارک اسپر ته وويل، د دې وخت راغلى چې امريکا او ايران د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.

صالح محمد صالح په کابل کې د ځوانانو د پارلمان له پخواني رئيس اقا محمد قريشي سره مرکه کړې او په پیل کې یې ترې پوښتلي چې وروستي تحولات په سيمه کې د ورځو په تېرېدو کړکېچن کېږي، افغانستان څومره متأثره کېداى شي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

آقا محمد قریشي مرکه