فراه کې د افغانستان د پوځ یوه هلیکوپټره رالوېدلې

ارشیف

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو "ام ای-۳۵" ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره شوې ده.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه (جدي ۱۸مه) له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.

دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.