ننګرهار کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو ورکړې په تړاو هڅې

ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وايي، دغه پورونه افغان مېرمنې له اقتصادي پلوه ځان بسیاینې ته رسوي.

د ننګرهار د کرنې ریاست او یو شمېر نورو ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې نن په جلال‌اباد کې جوړه شوه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل: "د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي."

ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل چې دغه پورونه افغان مېرمنې له اقتصادي پلوه ځان بسیاینې ته رسوي.