د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د عایداتي سرچینو د ډېروالي لپاره لومړیتوبونه مشخص کړل.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی د ساختماني موادو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ ساحې مشخصې کړې دي.
هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې شپږ بېلابېل تړونونه لاسلیک شوي دي، ۱۴ نورې پروژې هم چمتو دي، اساسي مسئله دا ده چې موږ د خپلو عایداتي سرچینو د ډېروالي لپاره په ۱۰ منرالونو باندې کار کوو."
په دغو منرالونو کې چې د افغانستان د کانونو وزارت د عایداتي سرچینو لپاره غوره کړي تالک، مرمر، کرومایټ، مالګه او نورې برخې شاملې دي.