ایران کې د لوېدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوي

دا لا نه‌ده معلومه چې په الوتکه کې د کومو کومو هېوادونو اتباع ناست و.

په تهران کې د لوېدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.

دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده.

د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفرزاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکراین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ «۸۰۰-۷۳۷» د کیف په مقصد والوته، خو له پرواز لږ وروسته ولوېده.

لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي وو.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د اوکراینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تأیید کړې او د وژل شویو له کورنیو سره‌یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

دا لا نه‌ده معلومه چې په الوتکه کې د کومو کومو هېوادونو اتباع ناست و.