غني د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

تر دې مخکې ولسمشر غني تېره يکشنبه له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره هم ټیليفوني خبرې کړي

د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت، دغه‌راز د واشنګټن او تهران پر تازه بحران ټیليفوني خبرې وکړې.

جمهوري رياست وايي په دې مکالمه کې محمد اشرف غني د امريکا دفاع وزير مارک اسپر ته وويل، د دې وخت راغلى چې امريکا او ايران د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.

د امريکا دفاع وزارت د دې ټیليفوني مکالمې په اړه جزئيات نه‌دي خپاره کړي.

د جمعې په ورځ د امريکا په يوه هوايي حمله کې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ايران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.

تر دې مخکې ولسمشر غني تېره يکشنبه له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره هم ټیليفوني خبرې کړي.

هغه روحاني ته ډاډ ورکړى و چې د افغانستان له خاورې به د بل هېڅ هېواد پر ضد کار نه‌اخيستل کېږي.