ننګرهار کې د کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي ترڅنګ بیې هم کنټرولېږي

ارشیف

د ننګرهار چارواکي وايي، په پاکستانۍ روپۍ د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي د کمپاين ترڅنګ د بيو د کنټرول هڅه کوي.

د ځينو نورو ولايتونو ترڅنګ په ننګرهار کې هم د افغانيو د ترويج لپاره د يوه کمېسيون له‌خوا په پاکستانۍ روپۍ د راکړې ورکړې د مخنيوي کمپاين روان دى.

د والي وياند عطا الله خوګياڼي پرون ماښام ازادي راډيو ته وويل، ولايتي ادارې د بيو د کنټرول موضوع ته هم پام اړولى دى.

هغه زیاته کړه: "هڅه دا ده چې نرخونه کنټرول وساتو تر څو خلکو ته زيان ونه‌رسېږي، په همدې لړ کې ګڼې هټۍ چې نرخونه‌يې لوړ وو، تړل شوي دي دغه‌راز د تېلو پمپونه او درملتونونه هم تړل شوي دي، په دې برخه کې ولايتي اداره په جدي ډول اقدام کوي موږ هم غواړو افغانۍ ترويج شي، هم خلکو ته زيان ونه‌رسېږي او نرخونه کنټرول شي."

مخکې خلکو شکايت کاوه چې د افغانيو د ترويج له کمپاين سره سم دکاندارانو په خپل سر د اجناسو نرخونه زيات کړي چې دې مسئلې عام خلک زيانمن کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکو د وړو افغاني بانک‌نوټونو له کموالي هم شکايت درلود، خو د ننګرهار چارواکي وايي پر صرافانو يې په کافي اندازه واړه بانک نوټونه وېشلي.