د کابل-کندهار لويې لارې د بيا بندېدو مخنيوي لپاره تدابير

ارشیف

د غزني ولايت چارواکي وايي، د کابل-کندهار لويې لارې د بيا بندېدو د مخنيوي لپاره لازم تدابير سنجول شوي دي.

دغه لار د درنې واورې له کبله څو ورځې مخکې د مسافرو پر مخ تړل شوې وه، خو د دوشنبې پر ماښام د واورو تر پاکولو وروسته بېرته پرانيستل شوه.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل: "د غزني ولايت د مرکز دغه‌راز اندړو، قره‌باغ، اب بند، مقر او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې تدابير شته، پرسونل مو د تيارسی په حال کې دى، ترڅنګ‌يې په هغو سيمو کې چې د لارې د بندېدو امکانات په‌کې شته، يا خطر په‌کې وي، هلته زموږ د قراردادي شرکت ماشينري موجوده ده."

د والي وياند وايي د کابل-کندهار د لويې لارې مسافر په اسانۍ کولاى شي د غزني په مربوطاتو کې سفر وکړي.

بل‌خوا د زابل ولايت امنيه قوماندانۍ ويلي چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې هم د واورو د پاکولو لپاره لازم تدابير سنجول شوي دي.