'باميان ته د ايران د قدس ځواکونو د قوماندان د سفر په اړه څېړنې کېږي'

د ایران د قدس ځواکونو نوی قوماندان اسماعیل قااني تېر کال بامیانو کې له والي طاهر زهیر سره کتلي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايي باميان ولايت ته د ايران د قدس ځواکونو د نوي قوماندان اسماعيل قااني د تېر کال د سفر په اړه څېړنې کېږي.

تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې د باميان له والي طاهر زهير سره د قااني د کتنې په اړه راپورونه او عکسونه خپاره شول.

اسماعيل قااني په دې سفر کې ځان په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال معرفي کړى و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون سې شنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، باميان ته د قااني سفر د وزارت له‌خوا څېړل کېږي.

ښاغلي زمان زياته کړه، د اوس لپاره يوازې دا تأييدوي چې اسماعيل قااني هېڅکله په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال نه‌و.

د هغه خبر له مخې چې د ١٣٩٧ ل کال د چنګاښ/سرطان پر ۲۰مه په فېس‌بوک کې د باميان د والي دفتر له‌خوا خپور شوى و، راغلي: "په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال اسماعيلي په باميان کې له والي طاهر زهير سره وکتل او د سفر هدف‌يې په باميان کې د ١٢٠ بستريز امام خميني روغتون د ودانۍ د رغونې د کار ارزونه وه."