د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې په يوه بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کوټې د پوليسو قوماندان عبدالرزاق چيمه وايي، بمب په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوى او پرون سې شنبه هغه موټر ته څېرمه منفجر شو چې امنيتي ځواکونهيې لېږدول.
په ټپيانو کې دوه کسه سرتېري دي.
جمعيتالاحرار ډلې چې د پاکستاني طالبانو يوه جلا شوې څانګه ده، د دې حملې مسؤليت منلى دى.
بلخوا پرون په پنجاب ايالت کې د يوې پاکستانۍ جټ الوتکې د سقوط په پېښه کې د الوتکې دوه پيلوټان مړه شوي دي.
د پاکستان پوځ وايي دا "FT-7" ډوله جټ الوتکه وه چې د روزنيزې الوتنې پر وخت نسکوره شوه.
د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.