د سلیماني د تدفین مراسم وځنډول شول؛ لسګونه کسان ګڼه ګوڼه کې مړه شوي

انلاین خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې  بې ساه خلک د سړک پر غاړه پراته دي او نور ناري وهي او هڅه کوي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

د وژل شوي ایراني جنرال قاسم سلیماني د تدفین مراسم وروسته له هغې وځنډېدل چې د نوموړي په پلرنۍ سیمه کرمان کې د جنازې په مراسمو کې د ګڼې ګوڼې له کبله ګڼ کسان تر پښو لاندې شول چې لږ تر لږه ۳۲ تنه ووژل شول.

د ایران دولتي تلویزون د ایران د بیړنیو طبي خدمتونو د ادارې رییس پیرحسین کولیوند له خولې ویلي، نږدې ۲۰۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ایسنا نیمه دولتي خبري اژانس وايي، چارواکو وروسته د ګڼې ګوڼې د ډېرېدو له وېرې د سلیماني د تدفین مراسم وځنډول. په خبر کې نه دي ویل شوي چې د امریکا په هوايي برید کې د قدس د ځواک دا وژل شوی مشر به کله خاورو ته وسپارل شي.

انلاین خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې بې ساه خلک د سړک پر غاړه پراته دي او نور ناري وهي او هڅه کوي چې له ټپیانو سره مرسته وکړي.

زرګونه ماتم کوونکي په تورو جامو کې د سه شنبې په ورځ د کرمان په مرکزي څلورلارې کې راټول شول چې ورسره د سلیماني له عکسونو جوړ شوي بنرونه وو.

د ایران د قدس ځواک قومندان جنرال قاسم سلیماني د جنورۍ په درېیمه په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. نوموړي له ایران بهر د ایران د ملاتړو ملیشو په تمویل، ملاتړ او تنظیم کې مهم رول درلود.