'د ایران توغندیزې ازموینې د کابل د هوايي ډګر پروازونه ودرول'

یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل، نن له غرمې ورسته د څو دقیقو لپاره پروازونه ودرول شول.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوه داخلي امنیتي اطلاعیه چې ازادي راډیو ته رسېدلې څرګندوي داسې راپورونه موجود دي چې د ایران "توغندیزې ازموینې" د کابل هوايي ډګر پروازونه په موقت ډول ودرول.

هغه سرچینه چې دغه اطلاعیه‌یې ازادي راډیو سره شریکه کړې او نه‌غواړي د موضوع د حساسیت له امله‌یې نوم واخیستل شي وايي، دغه پیغام د ملګرو ملتونو د "ناورین حالت د همغږۍ مرکز" په افغانستان کې خپلو ټولو کارکوونکو ته استولی.

د دغه پیغام پر بنسټ، که څه هم تر اوسه د دغه توغندي د ازمویلو هدف نه‌دی څرګند، خو د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پروازونه‌یې درولي دي.

د افغانستان د حکومت یوه چارواکي چي د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، نن له غرمې وروسته د څو دقیقو لپاره پروازونه ودرول شول.

د ملگرو ملتونو په پیغام کې دغه شان راغلي چې دغه توغندیز ازمایښت د دې لامل هم وګرځېد چې د کابل په زرغونه سیمه کې یو شمېر ډیپلوماتیکې ادارې اضطراري حالت اعلان کړي.

په کابل کې یوې غربي ډیپلوماتیکې سرچینې ازادي راډیو ته تايید کړې چې د دوی د سفارت د خطر زنګ ووهل شو خو "کوم څه پېښ نه شول."

په دغه پیغام کې دغه شان راغلي، په داسې حال کې چې د افغانستان پر لور د هېڅ توغندي د توغول کېدو راپور نه دی موجود، خو د ملګرو ملتونو د امنیت څانګې له خپلو ټولو کارکوونکو غوښتي چې چمتو حالت کې واوسي او د دغه سازمان د بلې امنیتي لارښونې په تمه واوسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) په دې اړه ازادي راډیو سره د اطلاعاتو له شریکولو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د پروازونو د درېدو موضوع ردوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ونه غوښتل په دې اړه ازادی راډیو سره خبرې وکړي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا ازادي راډیو ته وویل چې "په دې اړه معلومات نشته."