د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسین اواکوف وايي، چمتو دی چې په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو د اور وژنې له عملیاتو سره د مرستې لپاره ۲۰۰ مرستندویان هغه هېواد ته واستوي.
په اسټرالیا کې د ځنګلي بوټو اور تر اوسه ۶۰ زره کیلومټره مربع چې د بلجیم د خاورې دوه برابره ساحه ده ویجاړه کړې ده.
دې اور ۲۴ کسان وژلي او څه باندې یونیم زر کورونهیې ویجاړ کړي دي.
ښاغلي اواکوف پرون د جنوري په شپږمه پر فېسبوک په یوه پیغام کې لیکلي چې اوکرایني اور وژونکي چمتو دي اسټرالیا ته واستول شي او کیف یوازې د اسټرالیا پرېکړې ته سترګې په لاره دی.
له دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې ویلي و چې کیف له اسټرالیا سره مرستې ته چمتو دی، خو په بیان کې نهو ویل شوي چې څه ډول مرسته.